یونېسف: د ۲۰۲۵ کال تر پایه به له ۲،۲ میلیونو ډیرې نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي

۸ ساعتونه مخکې

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، چې د طالبانو له خوا له زده کړو د نجونو محرومول د اوسني وخت یوه لویه بې عدالتي ده. یاد سازمان وايي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه به له ۲،۲ میلیونو ډیري نجونې له زده کړو بې برخې پاتې شي.

یونېسف په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده کړو د بندیزو دوام په اړه اندېښنه ښودلې او وايي، د ۲۰۲۵ کال تر پایه به له ۲،۲ مېلیونو ډیري نجونې د زده کړو له حقه بې برخې پاتې شي.

د یونېسف اجرایوي رییسې کترین رسل ویلي، چې د نجونو پر زده کړو د بندیز دوام افغان نجونې د زده کړو ترڅنګ له ټولنیزو اړیکو، د شخصیت له ودې او د راتلونکي له جوړولو څخه هم بې برخې کړې دي.

کترین رسل وايي:« په کور کې د نجونو بندې پاتې کېدل د رواني ستونزو، د کم عمره ودونو او د زیاتو زیږونونو لامل ګرځي.»

همدارنګه نوموړې ویلي چې روان کال له ګاونډیو هېوادونو څخه د ۲ مېلیونو افغان کډوالو راستنېدو سره به په افغانستان کې له زده کړو څخه د محرومو نجونو شمېر نور هم زیات کړي.

د کترین رسل په وینا، د افغان نجونو پر زده کړو روان بندیز د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او پرمختګ پر وړاندې جدي ګواښ دی.

کترین رسیل زیاته کړې:«هر هغه هېواد چې نیم وګړي یې له زده کړو منع وي پرمختګ نه شي کولی. که افغانستان غواړي پرمختګ وکړي نو د نارینه او ښځو بشپړه ونډه اړینه ده، چې پیاوړی کاري ځواک جوړ کړي، اقتصادي وده چټکه کړي او د یو مخ پر ودې هېواد اړتیاوې پوره کړي.»

یونېسف له طالبانو غوښتنه کړي، چې ژر تر ژره دې د نجونو پر زده کړو بندیز پای ته ورسوي او ټولو نجونو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي.

نور خبرونه

رادیو