د افغان ښځو د حقونو فعالې حنیفه غروال د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د افغان نجونو او ښځو د یوه نسل غږونه ځپل شوي او چوپ کړای شوي دي. غروال زیاته کړه چې د ښځو او نجونو د زدهکړې او کار حق باید تضمین شي.
نوموړې د یوې کندهارۍ نجلۍ وضعیت ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ښځې په سیستماتیک ډول له خپلو بنسټیزو حقونو محرومې شوې او دا وضعیت دجنیستي تبعیض یوه څرګنده بیلګه ده.
غروال خبرداری ورکړ چې د هېواد له نیمایي څخه زیاتو وګړو ځپل به د اقتصادي زوال او د ترهګرۍ د خپرېدو لامل شي.
نوموړې له قید او شرط پرته د بشري مرستو د دوام، د افغانانو ترمنځ خبرو اترو پیل او نړیوالې ټولنې ته د افغانستان د بېرته ورګرځېدو لپاره د سیاسي لارنقشې غوښتنه وکړه.
غروال په افغانستان کې د یوناما د ماموریت پر تمدید هم تینګار وکړ.
غروال زیاته کړه چې د ښځو او نجونو د زدهکړې او کار حق باید تضمین شي او د ملګرو ملتونو میکانیزمونه دې پر دې موضوع څارنه وکړي. غروال وویل، چې له طالبانو سره تعامل دې د بشري حقونو په برخه کې له پرمختګ او له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه د کډوالو د اخراج له مخنیوي سره مشروط شي.