د امنیت شورا نننۍ غونډه کې چې د افغانستان په اړه جوړه شوې، د امریکا استازي وویل، « له طالبانو سره د نړۍ د تعامل سیاست کومه نتیجه نه ده ورکړې». نوموړی وايي، طالبانو پر خپلو تګلارو بیا کتنه نه ده کړې او د دوحې په ګډون یې پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی.
د امریکا استازي زلزلهځپلو سره د مرستو په اړه هم نیوکه کړې.
د امریکا استازي امنیت شورا غونډه کې وویل چې د طالبانو د ځپونکو تګلارو له امله، په ځانګړي ډول د ښځینه مرستندویانو د مخنیوي له کبله، زلزلهځپلو خلکو ته زیان رسېدلی دی. هغه وویل چې د طالبانو دغه ځپونکي سیاستونه یوازې د مرستو په برخه کې محدود نه دي.
هغه وویل، چې د امریکا لومړیتوب د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو د ګواښونو مخنیوی دی. نوموړي د بندیانو یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه، چې د امریکا بل لومړیتوب په افغانستان کې د بندي امریکايي وګړو خوشې کېدل دي.
د امریکا استازي د ملګرو ملتونو له امنیت شورا وغوښتل چې ډاډ ترلاسه کړي افغانستان بیا د ترهګرو په مرکز بدل نه شي او طالبان د خپلو مسؤلیتونو په ترسره کولو کې پرمختګ وکړي. هغه همداراز د طالبانو د ځواب وینې او مسؤلانه چلند پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د افغانستان خلک د ښه او مسوولانه چلند مستحق دي.