په کابل کې طالب چارواکو او د ملګرو ملتونو استازې د مرستو پر دوام خبرې وکړې

۸ ساعتونه مخکې

د طالبانو د ریاست‌ الوزرا د دفتر رییس د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره لیدلي او د بېړنیو مرستو، روغتیايي همکاریو او د ملګرو ملتونو د نویو دفترونو د قراردادونو د نوي کولو په اړه یې خبرې کړې دي. طالبان وايي، چې اوتنبایوا د کونړ زلزله کې ددوی کار ستایلی.

د طالبانو د ریاست الوزرا د دفتر له لوري پر ایکس خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا په دې لیدنه کې د افغانستان د ختیزو ولایتونو له زلزله‌ ځپلو سره د طالبانو د حکومت «پر وخت اقدامات او د بېړنیو مرستو رسول وستایل».

طالبانو د نوموړې له قوله ویلي، چې ملګري ملتونه به په روغتیا، طبیعي پېښو او نورو برخو کې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د خبرپاڼې له مخې، اوتنبایوا زیاته کړه: «ما شخصاد ملګرو ملتونو د مرستو رسولو پروسه له نږدې څارلې او ډاډ ورکوم چې موږ به په راتلونکې کې هم له افغانانو سره د مرستې لپاره کار ته دوام ورکړو.»

هغې همداراز له طالبانو وغوښتل چې د یاد سازمان د نویو دفترونو د قراردادونو په نوي کولو کې همکاري وکړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د ریاست‌الوزرا د دفتر مشر ملا عبدالواسع د ملګرو ملتونو د مرستو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چې طالبان هڅه کوي پر وخت د خلکو ستونزې حل کړي.

نور خبرونه

رادیو