هبت الله اخوندزاده د نوې ټکنالوژۍ او عصري زده کړو برخه کې ۶۳۳ بستونه منظور کړل

۲ ساعتونه مخکې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت وايي چې ددې ډلې مشر مولوي هبــت الله اخـوندزاده د نوې ټکنالوژۍ او عصري زده کړو د پرمختګ په موخه ۶۳۳ بستونه منظور کړل.

د یاد وزارت په وینا، په منظورو شویو بستونو کې د کمپیوټرساینس، انجنیري، مصنوعي ځیرکتیا او ریاضیاتو په برخو کې بستونه شامل دي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ویاند حافظ ضیاالله هاشمي نن د یکشنبې په ورځ، د لړم ۱۸مه وویل، چې په دغو منظورو شویو بستونو کې د لوړو زده کړو وزارت د نهمې او لسمې ګڼې عالي شورا غونډو کې د رامنځ ته شویو پوهنځيو او فوق لېسانس برنامې شاملې دي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، چې د مولوي هبت الله د «خاص شفقت» له مخې په بدخشان او غزني پوهنتونونو کې د منظورو شویو طب پوهنځیو لپاره اداري او کادري بستونه هم پکې شامل دي.

نور خبرونه

رادیو