د هوا د ککړتیا د مخنیوي هڅه؛ طالبانو په کابل کې ۳۵ لوګي کوونکي موټر ضبط کړي دي

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د چاپېریال ساتنې ملي اداره او د ټرافیک ریاست د کابل ښار په شاوخوا سیمو کې د لوګي خپرونکو ۷۰ موټر ارزولي او له یاد شمېر څخه یې ۳۵ موټر ضبط کړي دي.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ملي ادارې د دوشنبې په ورځ (د وږي ۲۴مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د پاتې موټرو مالکانو ته پر ټولنې د لوګي د منفي اغېز په تړاو معلومات ورکړل شوي او همداراز ورته ویل شوي چې خپل موټر جوړ کړي، څو دود ونه کړي.

دغو ادارو له دغې چارې موخه په هوا کې د معلقو مضرو ذراتو راکمول بللي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د زمري په ۲۶مه د ککړې هوا د کنټرول په موخه د کابل په یو شمېر سیمو کې د لوګي خپرونکو ۱۱۷ موټرو ارزونه کړې وه او د هغوی اسناد یې ضبط او ټرافیکو ته سپارلي وو.

د یادونې وړ ده، چې د غېر معیاري صنعتي پارکونو، لوګي کوونکو موټرو، حمامونو او نورو ورته برخو له امله د کابل په ګډون د ځينو لویو ښارونو هوا ډېره ککړه ده او ورسره په بېلابېلو موسمونو کې خلک پر ډول ډول ناروغیو اخته کېږي.

د کابل ښار اوسېدونکو په ځلونو د هوا د ککړتیا له امله د رامنځته شویو تنفسي ناروغیو له امله شکایت کړی او وایي، چې په دې برخه کې یوازې کابل ښاریان ګرم نه دي؛ بلکې د دوی په خبره تر ډېره حکومت هم پړ دی، چې د بې کیفیته سون توکو د پلور او پېر مخه نه نیسي او سوداګر هم تر ډېره په خلاص مټ بې کیفیته سون توکي واردوي او پر خلکو یې پلوري.

نور خبرونه

رادیو