ټرمپ پر قطر د اسراییل د برید په اړه؛ اسراییل باید په خپلو بریدونو کې احتیاط وکړي

۲ ساعتونه مخکې

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې د یوه خبریال د غوښتنې پر اساس د قطر پر ضد د اسراییل د برید په تړاو د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ته په خپل پیغام کې وویل: «زما پیغام دا دی چې هغوی باید ډېر، ډېر احتیاط وکړي.»

ټرمپ د یکشنبې په ورځ د نیوجرسي ایالت په موریس ټاون هوايي ډګر کې وویل: «اسراییل باید د حماس په اړه یو څه وکړي، خو قطر د متحده ایالاتو یو لوی متحد پاتې شوی دی.»
د امریکا ولسمشر زیاته کړه، چې د قطر له امیر تمیم بن حمد ال ثاني سره یې خبرې کړې او ورته یې ویلي دي، چې هېواد یې «د لا ښو اړیکو ته اړتیا لري»، ځکه چې «خلک د هغه په اړه ډېرې بدې خبرې کوي او دا باید داسې نه وي.»

نور خبرونه

رادیو