د پاکستاني پوځ او طالبانو ترمنځ نښته کې یو سرتېری او نهه طالبان وژل شوي دي

۲ ورځې مخکې

د سویلي وزیرستان په واڼه کې د اعظم ورسک پر سړک د امنیتي ځواکونو او پاکستاني طالبانو ترمنځ له سختو نښتو وروسته څلور نوې امینتي پوستې جوړې شوې دي.

چارواکي وايي، ددغه نښتو له امله د پوځ یو سرتېری او نهه طالبان وژل شوي دي.

د سیمې امنیتي مسولینو رسنیو ته ویلي چې د جمعې سهار راهیسې په سیمه کې د هوايي او ځمکنيو بریدونو ترڅنګ څو ځله نښتې شوې دي.

د چارواکو په وینا، تر ټولو سختې نښتې د کلاښې په سیمه کې شوي، خو اوس مهال جګړه نشته.

چارواکي زیاتوي چې د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو په بریالیتوب سره څلور نوې چیک‌پوستې جوړې کړي دي.

یاده دې وي چې په ورستیو میاشتو کې د پاکستاني طالبانو بریدونه او کمینونه زیات شوي، چې له امله یې امنیتي ځواکونه او ملکي وګړي دواړه زیانمن شوي دي.

دغه سیمه د اوږدې مودې راهیسې د وسله‌والو ډلو د فعالیتونو له ګواښ سره مخ ده. د پاکستان حکومت وخت ناوخت په سیمه کې پوځي عملیات ترسره کړي، خو لا هم دایمي امنیت نه دی ټینګ شوی.

نور خبرونه

رادیو