د قطر لومړی وزیر وايي د اسراییل برید یې د منځکړیتوب له هڅو نه شي لاس پر سر کولای

۳ ساعتونه مخکې

د قطر لومړي وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني په دوحه کې د عربي ـ اسلامي هېوادونو د بیړنۍ سرمشریزې لپاره د چمتووالي په غونډه کې ویلي، چې په قطر کې د حماس پر مشرانو د اسراییل برېد به یې د منځګړیتوب له هڅې پر شا نه کړي.

محمد بن عبدالحمن ال ثاني ویلي چې قطر به د امریکا او مصر په ګډون د حماس او اسراییل ترمنځ د رواني شخړې د پای ته رسولو لپاره د منځګړیتوب هڅو ته دوام ورکړي.

ال ثاني په قطر کې د اسراییل له خوا د حماس پر مشرانو برید ترهګري بللې او ټینګار یې وکړ چې اسراییل هېڅ ډول «سرې کرښې» نه مراعتوي.

پر همدغه مهال ال ثاني په قطر کې د اسراییل برېد د منځګریتوب پر اصل برید بللی او وايي، اسراییل ځکه دغه ډول کړنو ته دوام ورکوي چې د خپلو کړنو پر وړاندې هېڅ ډول پایلو سره نه مخ کېږي.

ټاکل شوې ده، چې سبا د دوشنبې په ورځ په دوحه کې د عربي ـ اسلامي هوادونو بیړنۍ ناسته پیل شي او ښايي په دې غونډه کې د اسراییل پر ضد سخت دریځ غوره شي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ماکو روبیو د غزې د جګړې او په دوحه کې د حماس د مشرانو پر ضد د وروستي برید په اړه د خبرو لپاره اسراییل ته تللی.

نوموړي د اسراییل له لومړي وزیر نتنیاهو سره د لېدنې پرمهال ویلي، چې « د امریکا او اسراییل اړیکې د ډبرو په څېر ټینګې او دوامداره دي.»

نور خبرونه

رادیو