د افغانستان د خبریالانو مرکز: د طالبانو بندیزونه د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې دي

۲ ورځې مخکې

د افغانستان د خبریالان مرکز وايي، بلخ لپاره د طالبانو له ځايي مسوولینو سره پر وېډیویي مرکو د بندیز له اعلان وروسته د دوی په امر د دغه ولایت د «ملي ټلویزیون»نشرات ودرول شول او یوازې «ملي راډيو» فعالیت لري.د دغه مرکز په وینا، بلخ ۲۱م ولایت شو چې دا بندیز په کې په رسمي ډول اعلانېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د جمعې په ورځ (د وږي په ۲۱مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د بلخ ولایت لپاره د طالبانو والي یوسف وفا د تېرې سې شنبې په ورځ د وږي پر ۱۸مه په اداري غونډه کې چې د ملي راډيو- ټلویزیون د آمر په ګډون جوړه شوې وه ویلي، چې له دې وروسته دې د طالبانو ځايي مسوولین له رسنیو سره وېډیویي مرکې نه کوي.

د اعلامیې له مخې، د بلخ ولایت لپاره د طالبانو مسوولینو په دې وروستیو کې کندهار ته تللي وو او هلته ورته ویل شوي وو، چې باید د امر بالمعروف او نهې عن المنکر قانون د ۱۷ مادې پر بنسټ د ژوندیو موجوداتو د انځورونو له خپرېدو مخنيوی وکړي.

د بلخ تلویزیون وروستی ویډیويي راپور د دې رسنۍ په یوتیوب چینل کې د وږي پر ۱۹ خپور شوی او د پنج‌شنبې ورځی راپورونه یې په راډیویي بڼه خپاره شوي دي. دغه نوی محدودیت به په بلخ کې د نورو رسنیو پر فعالیت، په ځانګړي ډول د هغو راډیوګانو او تلویزیونونو چې په ټولنیزو شبکو کې فعالیت لري، پراخ اغېز ولري.

اوس مهال په بلخ کې د «ملي راډيو» ترڅنګ د ارزو راډیو او ټلویزیون، سفیر ټلویزیون، شهر ارا ټلویزیون، رابعه بلخي راډیو او پولیس راډیو په ګډون پنځه غږیزې او تصویري رسنۍ فعالیت لري.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي، «د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې په رسنیو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د بندیز لړۍ له پیل راهیسې، تر دې دمه له بلخ ولایت سربېره په ۲۰ نورو ولایتونو لکه کندهار، تخار، بادغیس، هلمند، ننګرهار، نورستان، فراه، نیمروز، بدخشان، بغلان، جوزجان، زابل، پروان، کندز، بامیان، دایکندي، فاریاب، پنجشیر، لغمان او سرپل کې هم یاد بنډيز په رسمي ډول اعلان شوی دی. ياد بندیز پر رسنیو کاري محدودیتونه سخت کړي او لسګونه ټلویزیوتي رسنۍ تړل شوي یا په رادیو بدلې شوې دي.»

دغه مرکز په بلخ ولایت کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو بندیز، چې د یاد ولایت د ملي ټلویزیوند تړل کېدو لامل شوی، د بیان د ازادۍ او آزادو رسنیو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې بولي او پر رسنیو، ازادو خبریالانو او خلکو ته د معلوماتو پر لاسرسي یې، چې له مخکې هم ډېر محدود شوی وو، د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتي چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي او په لغوه کولو سره یې رسنیو لپاره د وېرې پرته د ازاد فعالیت فضا برابره کړي، څو خبریالان وکولای شي له خپلو بنسټیزو حقونو څخه برخمن شي.

نور خبرونه

رادیو