طالبان وايي په افغانستان کې هرکال تر ۲ زره مټریک ټنه ډېر شات تولیدېږي

۲۰ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کرنې او اوبو لګونې وزارت وايي، اوس مهال په افغانستان کې د شاتو مچیو ۳ زره او ۲۰۰ فارمونه فعال دي چې هر کال ۲ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي. نوموړي وزارت ویلي چې د دغه سکټور لا پراختیا لپاره هڅې روانې دي.

د شاتو مچیو یو شمېر پالونکي او کاروباریان باور لري چې د کېفیت له پلوه د افغانستان شات ځانګړي دي او باید د دغه سکټور د لا ودې لپاره کار وشي. د طالبانو د معلوماتو له مخې، تر ۳ زرو ډېر کسان د شاتو مچیو پر پالنه بوخت دي.

په افغانستان کې د شین شوبي تر څنګ د بېلابېلو بوټو شات تولیدېږي او کاروباریان هیله‌من دي د بیرې شاتو د ډېر تولید لپاره باید باغونه جوړ شي.

د شاتو مچیو پالنې ډېری فارمونه د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول ننګرهار او کونړ کې دي. همدا راز یادو ولایتونو کې د شاتو د پروسېس کارخونې هم شته چې څو څو ځله یې له نړۍوالو بازارونو سره د نښلېدو غوښتنې کړي دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان (FAO) هم په افغانستان کې د شاتو مچیو د پالنې او کاروبارونو د پراختیا په برخه کې د ملاتړ ګڼې پروژې ترسره کړي. دغه سازمان هیله‌مندي ښودلې چې راتلونکو کلونو کې به دا صنعت لا پراخ او پیاوړی شي.

نور خبرونه

رادیو