ټاکل شوې چې نن شنبه به د قطر لومړی وزير محمد بن عبدالرحمن ال ثاني امريکا ته ولاړ شي او هلته د امريکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د اسراييل د وروستي بريد په اړه خبرې وکړي.
د قطر چارواکو ويلي چې د اسراييل وروستی بريد به بې ځوابه پاتې نه شي او دوی به د خپلو وژل شويو وګړو د حق پوښتنه کوي.
محمد بن عبدالرحمن ال ثاني له «سي اېن اېن» سره په يوه مرکه کې څرګنده کړه چې دا بريد د اسراییلي برمته شويو د خلاصون لپاره ټولې هيلې له منځه يووړې: «ما د بريد په هماغه سهار د يوه برمته شوي د کورنۍ سره وليدل او هغوی په دې منځګړتوب ډېر حساب کاوه».
دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د سيمې کړکېچ ورځ تر بلې پراخېږي او د قطر د لومړي وزير سفر د واشنګټن او دوحې ترمنځ د همغږۍ د پياوړتيا لپاره مهم ګڼل کېږي.