د ایران اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون غړی فدا حسین مالکي وايي، د افغانستان ګاونډي هېوادونه په دغه هېواد کې د طالبانو حضور ته اصلاً ښه لید نه لري او په سیمه ییزو چارو کې د طالبانو له کړنو خوښ نه دي.
د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست کمېسیون غړی فدا حسین مالکي له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې زیاته کړې، ایران لا هم په افغانستان کې امنیتي مسایلو ته اندېښمن دی او دغه اندېښنه یې له خپلو سیاسي شریکانو سره شریکه کړې او په وینا یې، «د افغانستان نور ګاونډي هېوادونه هم ورته جدي اندېښنې لري.»
فدا حسین مالکي چې په کابل کې د ایران د سفارت تجربه هم لري په ډاګه کړې، «د افغانستان ګاونډي لوی هېوادونه په دغه هېواد کې د طالبانو حضور ته اصلاً ښه لید نه لري او په سیمه ییزو چارو کې د طالبانو له کړنو خوښ نه دي. ایران، پاکستان او تاجکستان تر نورو ډېر د افغانستان له اوسنیو حاکمانو ناراحته دي.»
مالکي همداراز ویلي، «زما په نظر په افغانستان کې د طالبانو، لویدیځوالو او اسراییل د توطیو پر وړاندې باید ودرېږو، په اصل کې لویدیځوال او اسراییل غواړي په افغانستان کې ترهګرې ډلې وده وکړي څو ورسره د نا امنیو لمن ټولو ګاونډیو هېوادونو ته وغځېږي.»
خو طالبانو په وار وار ویلي، چې په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله نشته او داعش هم په ګونډو شوی دی.
نوموړي د ایران د حقابې په تړاو وویل، طالبان د ایران د حقابې د ستونزو د حلولو پر ځای نورې ستونزې جوړوي او په دې برخه کې یې ټول دوه اړخیزې هوکړې او نړۍوال قوانین تر پښو لاندې کړي او زیاتوي، «له طالبانو سره د ایران ستونزه یوازې د حقابې پر تامینېدو محدوده نه ده بلکې سرحدي ستونزې یې هم جوړې کړې دي.»
طالبانو تر دې مخکې ویلي، د ایران حقابې ته ژمن دي، خو اوس په افغانستان کې د پرلپسې وچکالیو له امله اوبه کمې شوي دي.
مالکي په تاجکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان د جوړېدونکې غونډې په تړاو وویل، په دغې غونډه کې طالبان ځکه ګډون نه شي کولی چې د نړۍوالې ټولنې له لوري په رسمیت نه دي پېژندل شوي او په وینا یې په تېرو دورو کې د طالبانو پر ځای د افغانستان د جمهوري نظام استازي ګډون درلود.
د نوموړي په باور طالبانو تر اوسه د نړۍوالو مشروع او قانوني غوښتنو ته غاړه نه ده ايښې او ان پر دې هم نه دي بریالي شوي چې له خپلو ګاونډيو هېوادونو سره اجماع ولري او په وینا یې د افغانستان اوسني حاکمان له ایران، پاکستان او تاجکستان سره ډېرې ستونزې لري، خو د دغو ستونزو د جزییاتو په تړاو یې څه نه دي ویلي.