د افغانستان په ختیځ کې لسګونه زره کورنۍ، چې د وروستیو زلزلو له امله بېکوره شوي، یوازې څو اوونۍ مخکې له ژمي، لا هم بېسرپناه ژوند کوي.
د سختو غرنیو سیمو جغرافیه، نړېدلي کورونه او د مرستو د نه رسېدو ستونزو د دوی ژوند لا پسې له کړاوونو ډک کړی دی.
افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ځینو زلزله ځپلو په خپلو خبرو کې ویلي، چې د غرنیو سیمو جغرافیایي حالت د ژغورنې او مرستو بهیر له سختو ننګونو سره مخ کړی دی.
د ځینو کلیو اوسېدونکي وایي، له پېښې څو اوونۍ وروسته لا هم تر اوسه د مړو څارويو جسدونه په کلیو کې پراته دي چې د هوا د ککړتیا او ناروغیو د خپرېدو لامل ګرځېدلي دي.
۶۵ کلن سبحان الله چې په زلزله کې یې څلور خپلوان له لاسه ورکړي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي: «موږ د شین اسمان لاندې شپې او ورځې سبا کوو. ماشومان مې ناروغ دي او ډوډۍ پیدا کول هم ستونزمن شوي دي. ژمی رانږدې دی او موږ هېڅ سرپناه نه لرو، نه پوهېږم چې څه به راپېښ شي»
بلخوا ښځې په ځانګړي ډول د زلزلې له اغېزو او ننګونو سره مخ دي. د طالبانو له لوري د ښځو پر تګ راتګ محدودیتونه د دې لامل شوي چې ښځې له روغتیايي خدمتونو بېبرخې پاتې شي. په ډېری سیمو کې ښځینه ډاکټرانې او نرسانې نشته، ځکه د لوړو زدهکړو پر بندیز د دې برخې کاري ځواک هم کم شوی دی.
همدارنګه ۴۲کلنه زرغونه چې مېړه او دوه اولادونه یې د زلزلې په پېښه کې ټپیان شوي، افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي: «له پېښې وروسته مو په دښتو کې سرپناه نیولې ده. د ښځو ژوند لا ډېر سخت شوی، ځکه نه ډاکټره شته او نه هم موږ ته د تګ راتګ اجازه ورکول کېږي. د ماشومانو د درملنې لپاره هېڅ مرستې نه رارسېږي.»
د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو ایچ او» تېره اوونۍ له طالبانو وغوښتل چې د ښځینه مرستندویانو پر سفر لګېدلي محدودیتونه لرې کړي. دغه سازمان ټینګار کړی چې یوازې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو په شتون کې زلزله ځپلې ښځې کولای شي اړینې طبي مرستې ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکو ویلي چې په وروستیو زلزلو کې تر نیم میلیونه زیات خلک له بېلابېلو زیانونو سره مخ شوي دي.
د هغوی په خبره، که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي، د ژمي په راتګ سره به د زلزله ځپلو کورنیو ستونزې څو برابره شي.
د کډوالو چارو ځینو کارپوهانو ویلي چې د ختیځ په څو ولسوالیو کې سلګونه کورنۍ اوس په لنډمهاله خیمو کې ژوند کوي، خو د بارانونو او ژمي د یخنۍ په وړاندې هېڅ ډول چمتووالی نه لري.
د هغوی په خبره، که نړیواله ټولنه او طالبان په ګډه پراخ اقدامات ونه کړي، د انساني ناورین وېره لا پسې ډېره ده.