د قطر د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره په بشري مرستو بار د دوی ۱۰مه الوتکه هم کابل ته رسېدلې. په دغه مرستو کې درمل او نور طبي وسایل شامل دي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دغه مرستو کې تر ډېره حده درمل شامل دي چې د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لارې به زلزله ځپلو ته ورسېږي. د یادونې وړ ده، چې قطر تر دې مخکې هم د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره په بشري مرستو بار ۹ الوتکې افغانستان ته لېږلې وې.