طالبان: پرون له ایران او پاکستان نه تر ۲ زره او ۵۰۰ ډېرې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې

۳ ورځې مخکې

طالبان وایي چې یوازې پرون (چهارشنبه، وږي ۱۹مه) د ایران او پاکستان له بېلابېلو لارو نه دوه زره ۵۶۴ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي. دا کورنۍ د تورخم، سپين بولدک، ورېښمو پله، انګورو اډې، بهرامچې او اسلام‌کلا له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس ویلي چې له ځینو کورنیو سره د لومړنیو توکو مرستې هم شوي دي.

ورته مهال، د خېبرپښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې هم ویلي چې تیره ورځ څه باندې دوه زره افغان کډوال له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو