امرالله صالح: د امریکا مبهمې تګلارې د ترهګرۍ ضد جګړې روایت زیانمن کړی

۳ ورځې مخکې

د تېر جمهوري نظام مرستیال ولسمشر امرالله صالح د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مې پېښه د امریکا لپاره د ستر نړیوال ملاتړ سرچینه بللې، خو ټینګار یې کړی چې واشنګټن له طالبانو سره د دوحې په تړون او میلیون ډالري کڅوړو د ترهګرۍ ضد مبارزه بې‌معنا کړه او خپل باور یې له لاسه ورکړ.

امرالله صالح د پنجشنبې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې د سپټمبر ۱۱مې پېښه له تشریح پرته یوه ستره انساني فاجعه وه، خو د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په میاشت کې واشنګټن له هغو ډلو سره تړون وکړ، چې د ده په وینا، د دغو بریدونو په ترسره کولو کې شریکې وې.

صالح وايي، د۲۰۲۱ کال له اګست وروسته امریکا طالبانو ته هره اونۍ ۴۰ تر ۶۰ میلیونه ډالر ورکړي دي، چې دا ډول «مبهم سیاست» د ترهګرۍ ضد د مبارزې ټول روایت زیانمن کړی او پر واشنګټن یې د ژورو شکونو سیوری غوړولی.

صالح وايي، د سپټمبر له یوولسمې وروسته د امریکا ملاتړي اوس په پراخه کچه تعقیب، زنداني، شکنجه، اعدام او بې‌کوره کېږي، ځکه خپله واشنګټن د باور وړ ځواک پاتې شوی نه دی.

نوموړي ټینګار کړی: «زه د ۹/۱۱ تر پېښې وړاندې هم له طالبانو سره په جګړه کې وم او د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته هم د خپل هېواد د ازادۍ لپاره دوام ورکوم، د واشنګټن په روایت هېڅ باور نه لرم، ځکه دا بشپړه دوکه او خیانت و.»

هیره دې نه وي چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې بریدونو کې نږدې درې زره کسان ووژل شول، چې وروسته یې امریکا د القاعدې پر ضد د ترهګرۍ ضد جګړه پیل کړه.

نور خبرونه

رادیو