د خېبرپښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو ادارې د رسمي شمېرو له مخې، پرون (چهارشنبه، وږي ۱۹مه) دوه زره او ۱۲۹ افغان کډوال له بېلابېلو لارو نه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د یادې ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په دې کسانو کې ځینې یې په خپله خوښه او یو شمېر نور په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. د خېبرپښتونخوا ایالت د کورنیو او قبایلي چارو اداره زیاتوي چې په ورځني ډول د افغانانو د ستنولو لړۍ روانه ده.
په وروستیو کې د افغانستان له ګاونډویو او په ځانګړې توګه له ایران او پاکستان نه د افغانان کډوالو د ستنولو لړۍ چټکه شوې ده. د رسمي شمېرو له مخې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له ۲ مېلیونو ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.