د القاعده ترهګرې شبکې مشر د ۲۰۰۱ کال تر سپټمبر میاشتې وروسته د افغانستان له ختیځ نه ووت او پاکستان ته لاړ. هغه لومړی په بېلابېلو قبایلي سیمو کې وګرځېد، خو بالاخره په ایبټاباد کې مېشت شو او نږدې ۱۰ کاله یې د امریکا له سترګو ځان پټ وساته.
یو شمېر خبریالانو چې د بن لادن د پټ ژوند کلونه یې څېړلي باور لري چې هغه د خپلې کورنۍ هره کړنه څارله او ان د یوې وړې مسالې په اړه یې هم وسواسي کېده. د هغه لیکونه، اسنادونه او لاسوندونه ښيي چې د خپلې کورنۍ ورځنی ژوند یې تر سختو قاعدو لاندې اداره کولو. په دې سپارښتنو کې یوه دا وه چې خپلو مېرمنو ته یې ویلي وو، یوازې هغه وخت له کوره دباندې وتلی شي چې «اسمان ورېځ» وي.
د اسمان له سترګو تېښته
د امریکايي خبریال سټیو کول په وینا، بنلادن تجربه کړې وه چې سټمبر ۱۱مې تر بریدونو وروسته، امریکا د القاعده د مشرانو د ښکار لپاره له بېپیلوټه ډرونونو، جاسوسي سپوږمکیو او د خبرو د څار برېښنایي وسایلو نه کار اخلي. په وزیرستان کې ګڼ شمېر د القاعده قوماندانان د هوایي بریدونو ښکار شول. ډرونونه یوازې د وژنې وسیله نه، بلکې د دوامدارې څار وسیله هم وه.
یاد امریکایي خبریال لیکي چې دا وضعیت د بنلادن په لیکونو کې ښکاره منعکس شوی. هغه په وار-وار ټینګار کړی و چې شاوخوا خلک یې باید د ژوند په جزییاتو پوه وي څو د امریکا د ټکنالوژۍ برلاسی کمه کړي. بنلادن خپلې کورنۍ او پلویانو ته حکم کړی و چې د تګ راتګ یا سفرونو پر مهالدې د هوا وضعیت په پام کې ونیسي او یوازې هغه وخت دې حرکت وکړي چې ورېځې وي یا اسمان شین نه وي.
راپورونه ښيي چې بنلادن پنځه مېرمنې لرلې، له دې ډلې نجوي غانم،خدیجه شریف، خیریه صابر، سهام صابر او امل احمدالساده په کې شاملې دي. کول زیاتوي چې د ورېځو ورځو سپارښتنه په ځانګړي ډول هغه وخت ډېره جوتېږي کله چې د بنلادن د کورنۍ یوه برخه له ایرانه را ایستل کېده. د دې خبریال په وینا: «له طالبانو وروسته د هغه ځنې مېرمنې او د حمزه په ګډون د هغه ماشومان په ایران کې اوسېدل. بنلادن په یوه لیک کې خپلو همکارانو ته لیکلي وو چې د مېرمنې او زوی د د قاچاقي لېږد پروسه باید یوازې د ورېځو پر مهال ترسره شي، ځکه ورېځې د ډرونونو او سپوږمکیو د لید یا څار مخه ډب کولای شي.» نوموړي خپلو پلویانو ته په شمالي افریقا کې سپارښتنه کړې وه چې ډېر ونې وکري څو د طبیعي پټنځای په توګه د «اسمان له سترګو یا څارګرو وسایلو» ځانونه وژغوري.
له تخنیکي نظره هم دا خبره منطقي ګڼل شوې وه. ډېری امریکايي ډرونونه د څار لپاره له نوري او انفرارېډ کامرو کار اخلي. ورېځې او ګردجنه هوا د تصویر کېفیت خرابوي او د اپراتور یا الګوریتمونو د پېژندنې کار ستونزمنوي.
ایراني ډاکټران؛ د ځای موندلو له الو وېره
سټیو کول لیکي چې بنلادن په خپلو لیکونو کې اندېښنه ښودلې وه چې «ایراني ډاکتران به د درملنې په نوم د هغه زامنو ته د ځای پېژندلو یا مالومولو ځانګړي چېپونه د هغوی په بدنونو کې ولګوي.» هغه ان د چېپ بڼه او اندازه هم تشریح کړې وه. د القاعده شبکې وژل شوي مشر ویلي وو: «پیچکاري ښايي عادي ښکاري، خو ستنه به یې له عادي هغو نه لویه وي. چېپ به د غلې د یوې دانې په اوږدوالي وي، خو ډېر نری او نرم به وي.»
راپورونه ښيي چې د بنلادن کورنۍ د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو پر مهال د امنیتي فشارونو له امله ایران ته لاړه. د هغه زوی سعد او دوه مشرانې مېرمنې یې په ۲۰۰۲ کې په پاسپورټونو او رسمي ویزو د کراچۍ له لارې ایران ته ورسېدل. وروسته موندل شویو لیکونو هم د هغوی اوږدمهاله پاتې کېدل تأیید کړي. بنلادن په ۲۰۱۰ کې فکر کاوه چې حمزه له ایرانه قطر ته انتقال کړي، خو د القاعده یو مشر عطیه عبدالرحمن مشوره ورکړې وه چې هغه دې په ایران کې پاتې شي ځکه د ایران او پېښور ترمنځ لاره له خطر ډکه ده.
د یو افغان تښتونه؛ پیسې یې په سرو زرو بدلې کړئ
بنلادن چې د یوه سوداګرې کورنۍ غړی و او لوړې زده کړې یې لرلې، ځان د مالي چارو کارپوه هم باله. هغه کله ناکله ډېرې عجیبې مالي مشورې ورکولې. د ۲۰۱۰ کال په یوه لیک کې یې خپلو ملګرو ته سپارښتنه کړې وه چې د یوه افغان د تښتونې پیسې دې په «سره زر، یورو، کویټي دینار او چینایي یوان» باندې پانګونو کې ولګوي. د القاعدې پخواني مشر، په سرو زرو ډېر باور درلود ځکه چې ویل یې په نړۍوالو بحرانونو کې د سرو زرو بیه لوړېږي؛ هغه ناورینونه چې خپله یې هڅه کوله زیات شي. نوموړي لیکلي وو چې هر کله د سرو زرو بیه د هر اونس لپاره ۱۵۰۰ ډالرو ته ورسېږي، باید پېرودلو باندې یې پیل وشي.
بنلادن یوازې فردي سپارښتنې نه ورکولې، بلکې د القاعده مالي سرچینو ته یې هم لاسرسی درلود. یو ځل یې غوښتنه کړې وه چې له خپل «شخصي صندوقه» ۳۰ زره یورو وباسي. دا صندوق د القاعده د مالي کمېټې تر مدیریت لاندې یوازې د بنلادن لپاره ځانګړی شوی و. نوموړي د بانکي نظام پر ځای د خپلو ځانګړو صرافانو یا پیسې رسوونکو، باور وړ منځګړو او جعلي اسناد جوړونکو له شبکې کار اخېست. د نغدو پیسو لېږد او د جعلي پېژندپاڼو کارول د دې لامل کېدل چې د هغه د پیسو لاره په رسمي سېسټمونو کې ثبت نه شي. د هغه کور په ایبټاباد کې نه ټیلیفون درلود او نه انټرنېټ او ټول کثافات یې سوزول کېدل څو هېڅ سند پاتې نه شي.
د «ورېځو سپر»، ماتې او د القاعده زوال
سره له ټولو احتیاطي تدابیرو بن لادن بالاخره ناکام شو. له ۲۰۰۲ وروسته د امریکا د استخباراتو څارګر د هغه د صرافانو په لټه کې وو. بالاخره د «ابو احمد الکویټي» د ټلېفونونو تعقیب، پوښتنو او څار له لارې دا هڅه ممکنه شوه او د هغه موټر تر ایبټاباده تعقیب شو. دې موندنې په ۲۰۱۱ کال کې د «نیپتون سپیر» عملیاتو ته لاره هواره کړه؛ هغه عملیات چې په کې د امریکا سمندري کومانډو د ایبټاباد په کور کې پر بنلادن برید وکړ او هغه یې په دویم پوړ کې ووژلو.
د هغه مرګ لویې اغېزې درلودې. د ډېرو خلکو په اند دا د یولسم سپتمبر د قربانیانو لپاره عدالت و. القاعده د ایمن الظواهري په مشرۍ کمزورې شوه؛ هغه بیا د ۲۰۲۲ کال پر مهال د طالبانو تر واک لاندې پّ کابل کې د امریکا د هوايي برید په پایله کې ووژل شو.
بنلادن نږدې ۱۰ کاله وکولای شول د «ورېځو له تکتیکه» او نورو احتیاطي تدابیرو په مرسته پټ پاتې شي، خو بالاخره د امریکا په لاس ووژل شو. نن سبا د رادار ټکنالوژي دومره پرمختللې ده چې د ورېځو او حتا د شپې په تیاره کې هم هدف پېژني. که د بنلادن په وخت کې ورېځې د «اسمان له سترګو» د پټیدو فرصت ورکاوه، اوس نور دا ډول تدابیر او احتیاطي چلند هېڅ مانا نه لري.» دا توپیر ښيي چې یوازې په تېره یوه لسیزه کې د جګړې او څارنې په ډګر کې څومره ژور بدلونونه راغلي دي؛ هغه بدلونونه چې د القاعده د مشر برخلیک یې بدل کړ او په ډاګه شوه چې د ټکنالوژۍ پر وړاندې تر ټولو وسواسي احتیاطي هڅې هم بالاخره دړې وړې کېږي.