تازه خبر

روسۍ بې‌پیلوټه الوتکې د پولنډ هوايي حریم ته دننه شوې

۵ ورځې مخکې

د پولنډ پوځي چارواکو اعلان کړی، چې د چهارشنبې په ورځ څو روسۍ بې‌پیلوټه الوتکې د اوکراین نه د دغه هېواد هوايي حریم ته دننه شوې دي. د پولنډ دفاعي ځواکونه وایي، چې دغه الوتکې یې په نښه کړې دي.

د پولنډ پوځ ویلي، چې د الوتکې د پېژندنې او له‌منځه وړلو لپاره عملیات روان دي او د پوډلاسکي، مازوویکي او لوبلین سیمو له خلکو نه غوښتل شوي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي.

له دې پېښې وروسته، د وارسا چوپین نړۍوال هوايي ډګر په ګډون څو نور هوايي ډګرونه په لنډمهاله توګه تړل شوي دي. تر اوسه د پولنډ حکومت له‌خوا رسمي تایید نه‌دی شوی.

ورته مهال، روسیې هم تر اوسه د دغه راپورونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی؛ خو ځینو امریکایي چارواکو ویلي، چې د ناټو د فضا دغه ډول سرغړونې یو جدي ګواښ ګڼل کېږي.

نور خبرونه

رادیو