د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶کال لپاره د کډوالو د منلو کچه ۷۵۰۰ ته راټیټه کړه. دغه شمېره په امریکا کې د کډوالو د منلو تر ټولو ټیټه کچه بلل شوې ده.
د سپینې ماڼۍ په یوه سند کې راغلي، دغه پرېکړه د ټرمپ د هغه پراخې تګلارې یوه برخه ده چې موخه یې د امریکا او نړۍ د کډوالو د تګلارو بیا جوړول دي. په دې پرېکړه کې ټرمپ څرګنده کړې، چې د کډوالو د منلو تمرکز به تر ډېره د سوېلي افریقا پر سپین پوسته لږکیو ورټول وي.
ټرمپ د جنورۍ په میاشت کې واک ته تر رسېدو وروسته د کډوالو د منلو ټول پروګرامونه ودرول او ویلي یې و، چې دغه پروګرامونه به هغه مهال بیا پیل شي؛ کله چې دغه پروګرامونه د امریکا د ګټو په چوکاټ کې وي.
په تازه سند کې ټرمپ ویلي، چې اداره به یې د هغو کسانو منلو ارزونه هم وکړي چې «په خپلو هېوادونو کې د ناقانونه یا ناعادلانه تبعیض» قرباني شوي وي. د امریکا د قانون له مخې، سپینه ماڼۍ باید له کانګرس سره د کډوالو د شمېر په اړه سلا مشوره وکړي.
د کانګرس یو شمېر استازو د کډوالو په اړه د ډونالډ ټرمپ وروستۍ پرېکړه بېاعتباره او له اخلاقي پلوه د دفاع وړ نهده بللې. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې؛ ډونالډ ټرمپ په ملګرو ملتونو کې د نړۍ نورو هېوادونو ته هم بلنه ورکړې، چې د پناه غوښتنې کچه ټیټه کړي او دا تر دویمې نړۍوالې جګړې وروسته د کډالو په تړاو د کړنلارو د بدلون جدي هڅه بلل کېږي.

