د حماس وسلهوالې ډلې د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۸مه) اسراییل ته دوه هغه جسدونه سپارلي، چې تر یرغمل کېدو وروسته په غزه کې وژل شوي وو. دغه مړي په داسې حال کې سپارل شوي، چې لا هم پر غزې د اسراییل هوایي او ځمکني بریدونه دوام لري.
د اسراییل لومړي وزیر بنيامين نتنياهو دفتر اعلان کړی، چې دغه دوه مړي د اسرایيلي ځواکونو لهخوا د سره صلیب ادارې په مرسته په غزه کې ترلاسه شوي او تر لېږدولو وروسته به یې هویت هم روښانه شي. د اوربند له هوکړې سره سم، حماس ټول ژوندي يرغمل شوي کسان د نږدې دوو زرو فلسطيني بنديانو د ازادېدو په بدل کې خوشې کړي وو.

