تازه خبر

پولنډ وايي په خپل هوايي حریم کې یې د روسیې ۱۹ بې‌پيلوټه الوتکې غورځولې

۴ ورځې مخکې

پولنډ اعلان وکړ، چې د چارشنبې په ورځ یې هغه ۱۹ روسۍ بې پیلوټه الوتکې په نښه کړې، چې ددغه هېواد فضایي حریم ته ننوتلې وې. دا لومړی ځل دی، چې د ناټو یو غړی هېواد د اوکراین جګړې کې مستقیم وار کوي.

پولنډ ویلي چې د چارشنبې په ورځ یې په خپل فضايي حریم کې د روسیې ۱۹ بې‌پيلوټه الوتکې وویشتلې.

لومړي وزیر ډونالډ توسک وویل چې د ناټو د تړون څلورمه ماده یې فعاله کړې، چې له مخې یې د ناټو غړي کولی شي له خپلو متحدینو مشورې وغواړي.

توسک وویل: « وضعیت جدي دی او هیڅوک په دې کې شک نه لري چې باید د بېلابېلو سناریوګانو لپاره چمتو شو».

روسي خبري اژانس ریا د یوه روسي ډپلومات په حواله خبر ورکړی چې د پولنډ تورونه بې‌اساسه دي او هیڅ ثبوت یې نه دی وړاندې کړی چې ویشتل شوې بې‌پيلوټه الوتکې روسۍ وې.

د اروپايي اتحادیې لوړپوړې چارواکې کایا کالاس وویل چې د پولنډ حریم ته د روسۍ بې‌پيلوټه الوتکو ننوتل قصدي وو.

نور خبرونه

رادیو