د طالبانو دفاع وزارت ویلي، چې ۹ روسي زغروال ټانکونه یې ترمیم کړي او اوس ګټې اخیستنې ته چمتو شوي دي. د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:« دغه ټانکونه په پولو کې له دښمن سره د مقابلې په برخه کې ګټور تمامېدای شي.»
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ دغه ټانکونه د یاد وزارت انجنیرانو لهخوا ترمیم شوي دي.
طالبانو تر دې وړاندې هم د ځینو پوځي وسایلو د بیا رغونې په اړه خبرونه ورکړي وو؛ خو تر ډېره پر دوی نیوکه ده، چې په دې برخه کې د ځان په ګټه تبلیغات کوي او د پوځي وسایلو د بیارغونې په برخه کې لازم امکانات او ظرفیت نهلري.