د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونېسف) د خپل راتلونکي شپږ میاشتني پروګرام د پليتابه او تر ۲۰۰زره ډېرو زلزله ځپلو ماشومانو سره د مرستې لپاره له نړیوالو مرستندویانو د ۲۲ میلیونه ډالرو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندق ویلي، غواړي د یادو مرستو په مټ په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د زلزله ځپلو ماشومانو او کورنیو بنسټیزې اړتیاوې پوره کړي.
دغې ادارې ویلي پلان لري، چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د ۲۱۲ زره ماشومانو په ګډون ۴۰۰ زره زلزله ځپلو کسانو ته مرستې ورسوي.
په افغانستان کې د یونېسف استازی ډاکټر تاج الدین وايي:« جغرافیايي انزوا، کمزورې زیربناوې او ژور ټولنیز دودونه د بېړنیو مرستو رسولو پرمهال هغه ننګونې دي چې موږ ورسره مخ یو. خو بیا هم یونېسف او بسپنه ورکوونکي له لومړۍ ورځې راهېسي په زلزله ځپلو سیمو کې روغتیايي خدمات، پاکې اوبه، رواني ملاتړ او اړین توکي تر زیانمنو شویو کورنیو رسوي».
نوموړی وايي، « اړتیاوې خورا زیاتې دي او موږ له نړیوالې ټولنې غوښتنه کوو چې د ژمي په رارسېدو سره د دغو خلکو او ماشومانو ملاتړ وکړي.»
یونېسف ویلي، غواړي په راتلونکو شپږو میاشتو کې په چپرهار، نورګل او څوکۍ ولسوالیو کې د بیړنيو روغتیايي خدمتونو د پراخولو ترڅنګ، د پاکو اوبو، خوارځواکۍ پر ضد مبارزه، د نغدي مرستو وېش او د زده کړو د دوام په برخو کې خدمات پراخ کړي.
یادې ادارې په ټینګار سره ویلي، چې مرستو او روغتیايي خدماتو ته د ښځو او نجونو د خوندي او عادلانه لاسرسي په موخه به د زلزلې له امله زیانمنو شویو سیمو کې په ډېر شمېر ښځینه روغتیايي کارکوونکې وګوماري.