د شاهزي هري خیریه بنسټ د اوکراین او غزې ماشومانو لپاره ۵۰۰ زره ډالره مرسته کوي

۴ ورځې مخکې

د برېتانیا د شاهزي هري خیریه بنسټ اعلان کړی، چې د غزې او اوکراین د ټپي ماشومانو د ملاتړ لپاره ۵۰۰ زره ډالر مرسته کوي. دا مرسته به د روغتیا نړیوال سازمان، د ماشومانو ژغورنې ادارې او د لندن امپیریال کالج اړوند د ټپيانو د څېړنو مرکز ته ورکړل شي.

له دې مرستې څخه ۲۰۰زره ډالر د روغتیا نړیوال سازمان له لارې د غزې د ماشومانو د درملنې لپاره د اردن روغتونونو ته د هغوی د لېږد پر پروګرام لګیږي، ۱۵۰ زره ډالر د ماشومانو ژغورنې ادارې له لارې په غزه کې د دوامدارو بشري مرستو د ملاتړ لپاره او ۱۵۰زره ډالر په غزه او اوکراین کې د هغو ماشومانو لپاره د مصنوعي غړو په جوړولو کې مصرفیږي چې په جګړو کې یې د بدن غړي له لاسه ور کړي دي.

شاهزي هري د ټپي ماشومانو د وضعیت په اړه ویلي:«هېڅ یوه اداره نه شي کولی په یوازې دا ستونزه حل کړي. غزه اوس د ماشومانو د غړو د پرې کېدو له پلوه په نړۍ او تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه لري. اړتیا ده چې حکومتونه، ساینس، طب، بشري مرستې او مدني ټولنه ګډ کار وکړي څو ډاډمن شو چې ماشومان له چاودنو وروسته ژوندي پاتې شي او د بیا رغېدو زمینه ورته برابره شي.»

د روغتیا نړیوال سازمان د هري د خیریه بنسټ له لوري د غزې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د مرستې هرکلی کړی دی.

نور خبرونه

رادیو