د اسراییل ۱۰ جنګي الوتکو په یمن کې د حوثي یاغیانو مرکزونه په نښه کړي

۴ ورځې مخکې

د اسراییل هوايي ځواکونو په یمن کې د ایران پلوه یاغیانو پر مرکزونو پراخ بریدونه وکړل. په بریدونو کې د صنعا پلازمېنه او شمال پلو الجوف ولایت په نښه شوي دي. د اسراییل پوځ ویلي، چې په عملیاتو کې تر ۱۰ ډېرې جنګي الوتکې ښکېلې وې او پر ۱۵ اهدافو یې شاوخوا ۳۰ بمونه غورځولي دي.

د اسراییلي پوځ په وینا، بریدونه د حوثي ځواکونو پر پوځي کمپونو، د هغوی د نظامي تبلیغاتو پر ریاست او د تېلو پر یو زېرمتون شوي دي.

ځايي اوسېدونکو رویټرز ته ویلي، برید د دوو غرو تر منځ پر هغه ځای شوی چې د حوثي ځواکونو د قوماندې او کنټرول مرکز په توګه کارېږي.

عیني شاهدان زیاتوي، د حوثيانو دفاع وزارت هم د بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

اسراییل څرګنده کړې، دغه عملیات د هغو بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو په ځواب کې شوي چې د حوثي ډلې له لوري د اسراییل پر لور توغول شوي وو.

نور خبرونه

رادیو