فاکس نیوز: د محافظه‌کارو ځوانانو پېژندل شوی مشر چارلي کرک د وینا پر مهال په ډزو ووژل شو

۴ ورځې مخکې

فاکس نیوز وایي، چې په امریکا کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې متحد او د محافظه‌کارو ځوانانو پېژندل شوی فعال چارلي کرک په یوه وسله وال برید ووژل شو. دا پېښه د چهارشنبې په ورځ د یوتا ایالت په یوه پوهنتون کې د هغه د وینا پر مهال رامنځته شوه.

د امریکا ولسمشر په خپله ټولنیزه شبکه «ټروت سوشل» کې د هغه د مړینې په اړه لیکلي دي: «چارلي کرک یو ستر او حتی افسانوي شخصیت و. هېچا د ده په څېر د امریکا د ځوانانو زړه او ذهن نه و درک کړی.»

په ټولنیزو شبکو خپرې شوې ویدیوګانې ښيي، چې کرک په اروما ښار کې د یوتا په پوهنتون کې د یوه لوی لاریون پر مهال د وینا پر وخت د ډزو ښکار شو.

د ډزو له غږ وروسته هغه لاس پر غاړه کېښود او له سټېج څخه راوغورځېد، په همدې وخت کې ګډونوال د ډار له امله تیت شول.

چارلي کرک د محافظه‌کارو ځوانانو تر ټولو د ستر سازمان بنسټ اېښودونکی و، کوم چې د ټرمپ د ملاتړ په جلبولو کې مهم رول لوبولی و.

د پېښې په تړاو پلټنې روانې دي او د امریکا فدرالي پلټنو ادارې «اېف بي ای» د دغه برید په تړاو هر اړخیزې څېړنې پیل کړې دي.

د یادولو وړ ده، چې له چارلي کرک څخه د هغه مېرمن ایریکا او دوه کوچني ماشومان پاتي شوي دي.

نور خبرونه

رادیو