د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ په غلجيانو کلي کې د ځمکې د ملکيت پر سر د خپلمنځي شخړې له امله د یوې کورنۍ دوه غړي وژل شوي دي.
د طالبانو د ننګرهار د رسنیو دفتر د چارشنبې په ورځ (د وږي ۱۹مه) ویلي چې په دې پېښه کې يو تن خپل ورور او وراره وژلي او له سیمې تښتېدلی دی. طالب امنيتي چارواکي وايي، د ياد کس د نيولو هڅې يې پيل کړې دي.
یاده اداره وايي، اړوند کسان د قضیې د حل لپاره محکمې ته غوښتل شوي وو، خو تر محکمې وړاندې يې فزيکي شخړه وکړه چې د دوو کسانو د وژل کېدو لامل شوه.