اوکرایني چارواکي وايي، د روسیې یوه هوايي برید د ختیځ اوکراین په یوه کلي کې ۲۴تنه عمرخوړلي کسان، چې د تقاعد پیسې ور وېشل کېدې، وژلي دي. ولادیمیر زیلینسکي د کیېف له متحدینو وغوښتل چې پر مسکو فشار زیات کړي څو خپله جګړه پای ته ورسوي.
زیلینسکي وویل چې لارښود بم پر یارووا کلي لګېدلی، چې له سلویانسک ښار څخه شاوخوا ۲۴ کیلومتره لرې دی او څو کیلومتره د جنګي کرښې شاته پروت دی.
د دولتي بیړني خدمتونو په وینا، ۲۴ کسان وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان دي.
د سیمې والي وادیم فیلاشکین وویل، ټول وژل شوي کسان د زاړه عمر څښتنان وو او د تقاعد پیسو لپاره راټول شوي وو.