د طالبانو مشر په یوه مکتوب کې، چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلی، د خپلې ادارې په بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو کې د انټرپول پولیسو ټول تشکیلات لغوه کړي دي.
د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې انټرپول په خپل تشکیل کې شاوخوا ۱۵۰ تنه درلودل.
د طالبانو مشر ملاهبت الله دغه مکتوب دوه اونۍ وړاندې ددې ډلې د چارو ادارې عمومي ریاست ته لېږلی دی.
د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې هم سرچینو افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه، چې د ملاهبت الله له خوا د انټرپول پولیسو د تشکیلاتو د لغوه کېدو امر شوی دی.
سرچینې وویل:« په کورنیو چارو وزارت کې د انټرپول پولیسو مستقل ریاست و او شاوخوا ۱۲۰ په کورنیو چارو او شاوخوا ۳۰ تنه نور یې په بهرنیو چارو وزارت کې تشکیلات درلودل.»
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د انټرپول غړیتوب د ۲۰۰۲ کال د اکتوبر پر ۲۱مه نیټه په کامرون کې د دغه سازمان په ۱۷۱مه عمومي غونډه کې ترلاسه کړ.
د دوی په سایټ کې لیکل شوي، چې په پیل کې انټرپول ریاست تاسیس شو او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې یې فعالیت پیل کړ، چې وروسته اړتیا ته په کتو سره په تدریجي ډول پراخ شو.
په ۲۰۱۰ کال کې، د نړیوالې ټولنې او انټرپول په مرسته، د نړیوالو پولیسو ریاست د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال په مستقیمه مشرۍ د یوې خپلواکې ادارې حیثیت ته لوړ شو، چې د هیواد په ۱۳ ځمکنیو بندرونو او ۴ هوايي ډګرونو، کابل، مزار شریف، هرات او کندهار کې یې سیمه ییز دفترونه درلودل.
د طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې سرچینو وویل چې اوس مهال یوازې د انټرپول ریاست اړیکې له ایران، پاکستان، روسیې او دوبۍ سره وې.
خو د جمهوریت پرمهال د انټرپول پولیسو ریاست د افغانستان قانون پلي کوونکو ادارو ته د انټرپول او د هغه د ۱۹۳ غړو هیوادونو ډیټابیسونو ته لاسرسی اسانه کړی و.
د طالبانو کورنیو چارو وزارت کې سرچینې زیاتوي چې د طالبانو د نه رسمیت پېژندو له امله د انټرپول ریاست کار محدود شوی و.