د قطر دولت پر دوحه د اسراییل برید وغنده

۵ ورځې مخکې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد محمد النصار د اسراییل د برید غندلو ترڅنګ تایبد کړه، چې اسراییل په دوحه کې د حماس د سیاسي دفتر د څو غړو د استوګنې ودانۍ په نښه کړې ده.

په اعلامیه کې راغلي:« دابرید له ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو ښکاره سرغړونه ده»

د قطر د بهرینو چارو وزارت ویاند همدراز په خپل اېکس کې د اعلامیې په خپرولو سره لیکلي، چې دا برید د قطریانو او په قطر کې د اوسیدونکو امنیت او خوندیتوب ته جدي ګواښ پېښوي.

په اعلامیه کې لیکل شوي چې دا وزارت تاییدوي چې امنیتي ځواکونې، ملکي دفاع، او اړوندو چارواکو سمدلاسه د پیښې په اړه څیړنې پیل کړې.

په اعلامیه کې راغلي، چې د قطر دولت دا برید په کلکه غندي.

د اعلامیې په پای کې لیکل شوي چې د سراییل د برید په اړه په لوړه کچه تحقیقات روان دي او نور جزئیات به ژر تر ژره اعلان شي.

نور خبرونه

رادیو