د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون په داسې حال کې د خپل نوي صدراعظم په لټه کې دی چې اپوزیسیون ګوندونو لومړي وزیر فرانسوا بایرو ته د هغه د بودجوي سیاستونو له امله د عدم اعتماد رایه ور کړې ده. د راتلونکي صدراعظم په توګه د دفاع وزیر سباستیان لوکورنو نوم هم یادیږي.
بایرو د دوشنبې په ورځ په پارلمان کې په۳۶۴ رایو له بې باورۍ سره مخ شو او ټاکل شوې چې نن خپله استعفا ولسمشر ته وسپاري.
نوی صدراعظم به د پارلمان یو موټي کولو او د راتلونکي کال لپاره د بودیجې تصویب لپاره لار پرانېزي.
فرانسه تر فشار لاندې ده چې خپل کسر د اروپایي ټولنې د درې سلنې له حد څخه راټیټ کړي، ځکه اوسنی کسر له دې دوه برابره لوړ دی او د پور کچه یې د ناخالص کورني تولید (GDP) ۱۱۴سلنې ته رسېدلې.
د رویټرز د رپوټ له مخې، دفاع وزیر سباستیان لوکورنو د راتلونکي صدراعظم په توګه ډېر یادیږي.
د قانون له مخې هېڅ مشخصه قاعده نشته چې ولسمشر باید څرنګه یا څومره ژر صدراعظم وټاکي. د مکرون دفتر وویل چې نوموړی، چې ۴۷ کلن دی او له ۲۰۱۷ راهیسې په واک کې دی، په څو راتلونکو ورځو کې به نوی صدراعظم وټاکي.
سوسیالیستانو وویل چې اوس د دوی وار دی چې حکومت وکړي.
د سوسیالیست ګوند مشر اولیویه فور فرانس انتر راډیو ته وویل: «زه غواړم چې دا ځل کیڼ اړخي او زرغون (ګرینز) واک ته ورسېږي. موږ باید واک ترلاسه کړو».
بل لور ښي اړخي ګوند د پارلمان د بېړنیو ټاکنو غوښتنه تکرار کړې، خو مکرون تر اوسه دا ډول غوښتنې رد کړې دي. د ګوند مشرې مېرین لوپن وویل: «د پارلمان منحل کول یوازینۍ او تر ټولو غوره لار ده چې له سیاسي کړکېچ څخه ووځو».