ننګرهار کې سوداګرو د طالبانو والي ته له ټرانسپورټي ستونزو شکایت کړی

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۷

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، د دغه ولایت سوداګرو د دوی له والي سره په ناسته کې شکایت کړی چې د تازه مېوو، سبزیو،‌ خالي لاریو او نورو مالونو د تېرېدو پر مهال له خنډ او ځنډ سره مخ کېږي. دغو سوداګرو غوښتي، چې باید ژر تر ژره د دغه ستونزې لپاره بېړنۍ حل لارې پیدا شي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ننګرهار کې د طالبانو والي ملا محمد نعیم اخوند سوداګرو ته ډاډ ورکړی او ژر تر ژره یې د دغه ستونزو د اوارۍ امر کړی دی.

نور خبرونه

رادیو