په بیت المقدس کې دوو وسله والو پر بس ډزې کړې او ۶ اسراییلیان یې وژلي

۶ ورځې مخکې

د دوشنبې په ورځ د بیت المقدس په څنډو کې د بس په یوه تمځای کې د ډزو له امله شپږ کسان وژل شوي دي. د اسراییلي پولیسو په وینا، دواړه برید کوونکي هم وژل شوي دي. د فلسطین وسله والو ډلو دواړه بریدګر ستایلي، خو مسوولیت یې نه دی منلی.

د اسراییل امبولانس خدمت د وژل شویو کسانو په اړه ویلي، چې یو ۵۰ کلن نارینه او ښځه او څلور ۳۰ کلن نارینه په ډزو کې وژل شوي دي. دغه راز اسراییلي سرچینو ویلي، چې ۱۱ نور کسان ټپیان شوي، چې پنځه یې د ټپونو له امله په نازک حالت کې دي.

د اسراییل پولیسو وویل، دوه برید کوونکي په موټر کې راغلل او د راموت په څلور لارې کې یې په تمځای کې ډزې وکړې. پولیس زیاتوي، یوه امنیتي افسر او یو ملکي کس برید کوونکي په ډزو ووژل. له بریدګرو څخه څو وسلې، مرمۍ او چړې ترلاسه شوې دي. پولیسو دوی یوازې د "ترهګرو" په نوم یاد کړي دي.

اسلامي جهاد ډلې هم دغه برید ستایلی، خو د مسوولیت منلو اعلان یې نه دی کړی.

د اسراییل د لومړي وزیر دفتر وویل چې بنیامین نتنیاهو له امنیتي چارواکو سره د وضعیت ارزونه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو