د فرانسې لومړی وزیر فرانسوا بایرو د دوشنبې په ورځ (د وږي ۱۷مه) د پارلمان د باور رایو په ترلاسه کولو کې پاتې راغی او ورسره د یورو حوزې دویم لوی اقتصاد له ژور سیاسي بحران سره مخ شو.
د فرانسې پارلمان د ۱۹۴ مخالف رایو په مقابل کې په ۳۶۴ موافقو رایو سره د فرانسوا بایرو حکومت د بودیجې د کسر د راکمولو په تړاو د اختلافونو له امله سقوط کړ.
دا پنځم لومړی وزیر دی چې په څه کم دوو کلونو کې د مخالفو ګوندونو له لوري ګوښه کېږي.
د فرانسې د لومړي وزیر له ګوښه کېدو سر سم، الیزه ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر امانوېل مکرون به په څو راتلونکو ورځو کې بل نوی لومړی وزیر غوره کړي.
بیا هم د فرانسې د حکومت تر ټولو جدی ستونزه به د بودیجې تصویبول وي، هغه چاره چې فرانسوا بایرو په پارلمان کې د شدیدو سیاسي ناندریو له امله پرې بریالی نه شو. د فرانسې پارلمان د ۴۴ میلیارده یورو په ارزښت د بایرو حکومت د اقتصادي ریاضت له طرحې سره موافق نه و.
بایرو د پارلمان غړو ته ویلي و، د بودیجې وړاندې شوې طرحه د فرانسې دولت د پورونو د راکمولو لپاره برابره ده او په وینا یې د حکومت پاشل دغه واقعیت نه شي بدلولای.
بایرو شاوخوا ۹ میاشتې مخکې د فرانسې د بحراني حکومت مشري په دې هیله پر غاړه واخیسته چې د بودیجې کسر راکم کړي.
مکرون اوس باید له ځان ساتو (محافظه کارانو)، سوسیالېستانو او یا هم تکنوکراتانو یو کس د لومړي وزیرۍ لپاره غوره کړي. خو بیا هم د راپورونو له مخې، په پارلمان کې د مخالفو ګوندونو لپاره هېڅ مطمینه څېره نه لیدل کېږي او د مالیې وزیر په وینا، نوی حکومت به هم د ناچارۍ له امله د بودیجې د کسر د راکمولو طرحې د تضعیفولو لاره خپله کړي.
فرانسه د یورو حوزې د هېوادونو په منځ کې د ناخالص داخلي تولید په تناسب تر نورو په بودیجه کې ډېر کسر لري.
د «فیچ» په نوم یو شرکت به ۳ ورځې وروسته د اقتصاد له اړخه د فرانسې د اعتبار پر کچې بیا کتنه وکړي او ښايي په نوملړ کې نور هم ښکته لاړ شي. دا په دې معنا ده، چې د حکومت د پورونو کچه به نوره هم لوړه شي.
د مخالفانو غبرګونونه
په فرانسې کې زرغون ګوند د بایرو حکومت له پاشل کېدو هرکلی کړی او ویلي یې دي، د هغه په ګوښه کېدو سره به اوس د ارامۍ احساس وکړي.
د فرانسې سخت دریځی ملتپال ګوند بیا په دغه هېواد کې د نویو ټاکنو پر ترسره کېدو ټینګار لري.
د فرانسې سوسیالېست ګوند امانوېل مکرون د اوسني وضعیت مسوول بللی او کیڼ اړخي رادیکال ګوند بیا «بایرو او مکرون د دغه هېواد په زیان بللي دي.»