اوکراین اعلان کړی چې د روسیې په بریانسک سیمه کې یې د دروزبا نفتو نل لیکه ویشتلې ده.
دغه ترانزیټي نل لیکه روسي تېل هنګري او سلواکیا ته رسوي. دغه برید په کیېف کې د اوکراین د کابینې پر یوې ودانۍ د روسیې د تېرې شپې له برید وروسته شوی.
د اوکراین هوايي ځواک وویل، چې روسیې د شپې مهال پر اوکراین ۸۰۵ بېپېلوټه الوتکې او ۱۳ توغندي توغولي، چې اوکرایني دفاعي واحدونو یې ۷۵۱ بېپېلوټه او څلور توغندي له منځه وړي دي.
دا له ۲۰۲۲ کال راهیسې پر اوکراین د روسیې تر ټولو ستر بېپېلوټه بریدونه ګڼل کیږي.
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې بریدونه یې د اوکراین د پوځي-صنعتي کمپلکس او ترانسپورت زیربناوو باندې کړي دي.