د پاکستان په کراچۍ ښار کې «الجامعة العربية احسن العلوم» په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د تحریک طالبان پاکستان مشر نورولي مسید د حدیث دورې سند یې باطل کړی دی.
د مدرسې مرستیال ویلي، چې دا کار یې د پاکستان د امنیتي ادارو د استازو په غوښتنه باطل اعلان کړی دی.
په کراچۍ ښار کې « الجامعة العربية احسن العلوم» د روان کال د جون پر ۲۵مه نېټه د ټي ټي پي د مشر د سند د باطلولو پرېکړه کړې ده.
د مدرسې په اعلامیه کې راغلي، چې نور ولي مسید په الجامعة العربية احسن العلوم کې په ۱۹۹۰ کال کې د حدیث د دورې شاګرد پاتې شوی دی.
دوی همدراز لیکلي، چې د پاکستان د قوانینو له مخې له تعلیم پرته په نورو کړنو کې پر ښکیلېدو د افرادو سخت بندیز دی او که چیرې ادارې ته د مطلوب کس په اړه معلومات ورکول کېږي، ډېر ژر یې د اېستلو پرېکړه کېږي.
په اعلامیه کې راغلي، چې د نورولي مسید په اړه د پاکستاني ادارو د معلوماتو له مخې، نوموړی په ناسمو کړنو کې لاس لري، چې د پاکستان د ګټو خلاف دي.
د اعلامیې په پای کې لیکل شوي، چې د ثبوتونو له مخې نوموړي ته نور له جامعې سره تړاو ور نه کړل شي او د مدرسې د مشر د حکم له مخې د هغه سند باطل دی او نور هغه د یادې جامعې طالب ونه شمېرل شي.
د مدرسې مرستیال پاکستاني خبریالانو ته ویلي، چې دا کار یې له هغه وروسته کړی، چې د پاکستان امنیتي ادارو ځینې کسان ورغلل او ورته ویې ویل، چې باید د مفتي نورولي مسید سند باطل کړي.
د تحریک طالبان پاکستان مشر مفتي نورولي مسید د خپلې مشرۍ په ترڅ کې دا ډله منسجمه کړې او د ځینو نورو ډلو په ادغام سره یې ټي ټي پي د پخوا په پرتله ځواکمنه کړې ده.
نورولي مسید د افغان طالبانو له ځینو مشرانو سره هم ښې اړیکې لري او د طالبانو په راتګ سره یې په پاکستان کې بریدونه څو برابره زیات کړي دي.
تر اوسه پورې تحریک طالبان پاکستان د خپل مشر د حدیث دورې د سند باطلېدو په تړاو غبرګون نه دی ښودلی.