په داسې حال کې چې یو شمېر افغانان د طالبانو له لوري د محدودیتونو د لګولو، فقر او بېکارۍ له امله نورو هېوادونو ته مخه کړې، خو د نیمروز والي محمد قاسم خالد بیا وايي، طالبان په زور نه، بلکې د خلکو په زړونو حکومت کوي.
د نیمروز والي محمد قاسم خالد د یکشنبې په ورځ (د وږي ۱۶مه) په چخانسور ولسوالۍ کې له ځايي مسوولینو، علماوو او قومي مشرانو سره په کتنه کې وویل: «طالبان په زور نه، بلکې د خلکو په زړونو حکومت کوي او دا د ښې حکومتولۍ یو اصل دی.»
په داسې حال کې چې له تېرو څلورو کلونو یعنې د طالبان له بیا واکمنېدو راهیسې یو شمېر هېوادوال د خپلو ځانونو د خوندینې، د کار روزګار او همداراز د خپلو اولادونو د زده کړو د دوام لپاره په سختو او مرګونو لارو نورو هېوادونو ته مخه کړې او دغه بهیر همداراز روان دی، خو د نیمروز والي بیا وايي، د طالبانو په بیا راتګ سره د ولسونو سر، مال او عزت په بشپړ ډول خوندي دی.