نړۍوالې رسنۍ وايي چې روسیې د اوکراین پر پلازمېنه کیف ښار د بېپیلوټه الوتکې برید کړی او د یوې امېندوارې مور په ګډون یې ۸ کسان ټپیان کړي او ښار په ختیځه څنډه کې اور هم لګېدلی دی.
رویټرز خبري اژانس یکشنبه (د وږي ۱۶مه) د کیف ښاروال ویتالې کلیچکو په حواله راپور ورکړی چې د بېپيلوټه الوتکې په برید کې یوه څلور پوړیزه ودانۍ سوځېدلې او ۳ استوګنیز کورونه زیانمن شوي دي.
تر دې برید وروسته په اوکراین کې د خطر زنګونه وهل شوي او ښار کې برېښنا پرې شوې ده. پولنډ هم ویلي چې د خپل هوايي حریم خونديتوب لپاره یې جنګي الوتکې هوا ته پورته کړي دي.