افغان کریکټ بورډ وايي، د پاکستان په کوربه توب د شل اوریزو نړیوالو سیالیو په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون کوي. د اسلام اباد په کوربه توب دغه لوبلړۍ د پاکستان، افغانستان او سریلانکا ترمنځ کېږي او د نومبر میاشتې پر ۱۷مه د افغانستان او پاکستان په لوبې پیلیږي.
د افغانستان کرېکټ بورډ یاده درې اړخیزه لوبلړۍ د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د چمتووالي په هدف خورا مهمه بللې ده.
د کرېکټ بورډ اجرايوي رییس نصیب خان وايي:« دا د افغان کرېکټ لپاره یو ستر زېری دی چې یو په بل پسې له سترو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کوي او دا سیالۍ په داسې حال کې ترسره کېږي چې د راتلونکي کال د شل اوریز نړیوال جام لپاره هم د درې واړو هېوادونو لپاره یو بشپړ چمتووالی دی.»
پر همدغه مهال د پاکستان کرېکټ بورډ ویلي، چې د دغه هېواد په کوربه توب د افغانستان او سریلانکا کرېکټ لوبډلو سره یې یادې درې اړخیزې سیالۍ د راتلونکي کال شل اوریز نړیوال جام لپاره د غوره چمتووالي په موخه چمتو کړې دي.
د مهال وېش له مخې د یادو سیالیو لومړۍ نړیواله شل اوریزه لوبه به د نومبر میاشتې پر ۱۷مه د راولپنډۍ په کرېکت لوبغالي کې د افغانستان او پاکستان په لوبه پیل شي.
دوهمه لوبه به د نومبر په ۱۹مه نېټه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ، درېیمه لوبه د نومبر په ۲۲مه د پاکستان او سریلانکا ترمنځ، څلورمه لوبه د نومبر په ۲۳مه د افغانستان او پاکستان ترمنځ، پنځمه لوبه د نومبر په ۲۵مه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ او شپږمه لوبه د نومبر په ۲۷مه نېټه د پاکستان او سریلانکا ترمنځ ترسره کېږي.
د یادې درې اړخیزې سیالۍ پایلوبه به د دوو مخکښو لوبډلو ترمنځ د نومبر په ۲۹مه په لاهور کې ترسره شي.