د پاکستان کرېکټ لوبډلې درې اړخیزه لوبلړۍ وګټله

۷ ورځې مخکې

د پاکستان کرېکټ لوبډلې نن د درې اړخیزې لوبلړۍ په پایلوبه کې د افغانستان کرېکټ لوبډلې ته د ۷۵ منډو په توپیر ماتې ورکړه او د لوبلړۍ د اتلولۍ جام یې وګاټه.

د درې اړخیزې لوبلړۍ پایلوبه نن د یکشنبې په ورځ په شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه او پاکستان د لوبې د پچې په ګټلو سره لومړۍ د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
پاکستان د لوبې په لومړۍ برخه کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان لوبډلې ته په شلو اورونو کې د ۱۴۲ منډو هدف ورکړ.
خو د لوبې په دویمه برخه کې افغان لوبډله د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ونه توانېده، چې د پاکستان له خوا ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې د ۷۵ منډو په توپیر سره پاکستان ته وبایلله.

نور خبرونه

رادیو