د لبنان کابینې د حزب‌الله د بې‌وسلې کولو لپاره د پوځي پلان هرکلی وکړ

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۵

د لبنان کابینې د جمعې په ورځ د پوځ د هغه پلان هرکلی کړی چې له مخې به یې د حزب‌الله وسله‌واله ډله بې‌وسلې کېږي. چارواکو ویلي چې پوځ به ډېر ژر دغه پلان عملي کړي، خو کوم څرګند مهال‌وېش او نېټه یې په ډاګه نه کړه.

یاده وسله‌واله ډله چې د ایران پراخ ملاتړ ورسره دی، د بې‌وسلې کولو مساله یې د لبنان په سیاسي صحنه کې تر ټولو توده موضوع ګرځېدلې ده. په متحده ایالات، سعودي عربستان او لبنان کې د حزب‌الله ډېری سني او مسیحي مخالفان پر دې ډلې فشار راوړي چې وسلې دې پر ځمکه کېږدي.

نور خبرونه

رادیو