امرالله صالح: د پاکستان د ترهګرۍ ضد ستراتیژي بې معنا ده

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۵

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د پاکستاني طالبانو د لمنځه وړلو په اړه د اسلام اباد د دریځ په تړاو له څرګندولو وروسته د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ولسمشر مرستیال امرالله صالح ویلي، د پاکستان د ترهګرۍ ضد مبارزه بې معنا ده.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني له افغانستان انټرنشنل راډیو سره په ځانګړې مرکه کې افغان طالبان د پاکستاني طالبانو سره د «ایډیالوژۍ» له اړخه د تره زامن بللي وو.

خو امرالله صالح یې په ځواب کې پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، افغان طالبان د راولپېنډۍ محصول او له ۱۹۹۴ کال راهیسې د پاکستان متحدین دي خو د دغې ډلې فرعي محصول پاکستاني طالبان بیا د پاکستان دوښمن ګڼل کېږي.

هغه د پوښتنې په ډول لیکلي، «ایا زهر په هر ځای کې یو شان نه دي؟ څنګه کېدای شي چې یو ډول محصول د ډيورنډ په نوم کرښې په دواړو خواو کې بېل خوند ولري؟»

نوموړي د افغان طالبانو او د پاکستاني طالبانو د یوه عکس په خپرولو سره چې د عکس په سر کې افغان او پاکستاني طالبان په نښه شوي، او «ښايي مخاطب یې اصف درانی وي» د پوښتنې په توګه مطرح کړي، «له سرلیکونو پرته ایا کولای شۍ یو له بل څخه یې بېل وګڼۍ؟ هېڅکله هم نه. همدا لامل دی چې د پاکستان ډيپلوماټان نشي کولی خپلې خبرې ثابتې کړي.»

د امرالله صالح له لوري خپور شوی عکس

اصف دراني له افغانستان انټرنشنل راډيو سره په ځانګړې مرکه کې همداراز ویلي، دمګړۍ د پاکستان د طالبانو شاخوا ۶ زره جنګیالي په افغانستان کې دي او له کورنیو سره یې شمېر لسګونه زرو ته رسېږي.

اصف دراني: ټي ټي پي د افغان طالبانو ایډیالوژیکي تره زامن دي | افغانستان انټرنشنل پښتو

نوموړي خبرداری ورکړ، چې د پاکستان دولت به پاکستاني طالبان په نښه کړي او جنګیالي به یې چې «هر چېرې وي» تعقیبب او لمنځه یوسي.

نور خبرونه

رادیو