د پاکستان د پوځ سرچینو ویلي، چې د عملیاتو پر مهال یې د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) درې غړي وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي دي. د سرچینو په خبره، دغه وسله والو غوښتل د اورکزو د تېراه سیمې څخه د خېبرپښتونخوا کُرمې ولسوالۍ ته ولاړ شي.
د پاکستان د پوځ سرچینو د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) خبر ورکړی، چې د ټيټيپي وسله والو درې مړي هم پوځ تر لاسه کړي دي.
تر اوسه د پاکستاني طالبانو تحریک په دې اړه څه نه دي ویلي.
پوځ ځايي رسنیو ته ویلي، چې په سیمه کې یې تصفيوي علمیات لا هم دوام لري.