د خېبر پښتونخوا په باجوړ کې د کرېکټ میدان ته څېرمه چاودنه کې دوو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۵

د خېبرپښتونخوا د باجوړ ولسوالۍ ځايي چارواکي وايي، چې د یادې ولسوالۍ د کوهسار سیمه کې د کرېکټ میدان ته څېرمه په چاودنه کې دوو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې. په دغو کسانو کې یو وژل شوی او بل ټپي دی.

د باجوړ کمېشنر مرستیال شاهد علي خان افغانستان انټرنشنل ته وویل چې پیښه د سړک غاړې ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده. نوموړی زیاتوي چې پېښه نن (د وږي ۱۵مه) مازیګر ناوخته رامنځته شوې ده.

علي خان وایي په پيښه کې وژل شوی کس فضل الله نومیږي.

هغه زیاته کړې چې فضل الله مشکوک ښکاري او په اړه یې څېړنې روانې دي.

تروسه پورې ددې پيښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي ښکاري چې د کرېکټ په یوه میدان کې دننه لوګي پورته کېږي او شاوخوا یې د خلکو ګڼه ګوڼه لیدل کیږي.

نور خبرونه

رادیو