د امریکا د استیناف یوې محکمې د جمعې په ورځ د لومړنۍ محکمې هغه پرېکړه تایید کړه چې له مخې یې ډونالډ ټرمپ نهشي کولای پر بهرنیو هېوادونو مېلیاردونه ډالر پراختیایي مرستې کمې کړي.
محکمې حکم وکړ چې د ټرمپ اداره باید سملاسي هغه پیسې پر هغو پروژو ولګوي چې کانګرس ورته اجازه ورکړې ده.
د واشنګټن ډيسي استیناف محکمې دا پرېکړه څو ورځې وروسته له هغې وکړه چې لومړنۍ محکمې پرېکړه وکړه چې د ټرمپ اداره باید نږدې ۱۱ مېلیارده ډالره پر هغو بهرنۍ مرستو مصرف کړي چې د سپتمبر تر میاشتې مخکې د کانګرس لهخوا تصویب شوې دي، ځکه وروسته یې د لګېدو موده پای ته رسېږي.