د ماشومانو د ژغورنې سازمان: په غزه کې هر ساعت په اوسط ډول یو ماشوم وژل کېږي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۵

د ماشومانو د ژغورنې سازمان وایي، چې د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې په اوسط ډول هر ساعت یو فلسطینی ماشوم په غزه کې وژل شوی دی.

هم‌مهاله، د غزې د روغتیا وزارت هم اعلان کړی چې د اسراییل د بریدونو د دوام له امله تر شنبې ورځې پورې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي دي او په دې کې هغه کسان هم شامل دي چې د خوړو د ترلاسه کولو هڅه یې کوله.
د ماشومانو د ژغورنې د سازمان د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر راهیسې لږ تر لږه «۲۰ زره» ماشومان چې د غزې د ټول نفوس ۲ سلنه جوړوي، د اسراییلي ځواکونو له لوري وژل شوي دي.
له یاد شمېر څخه شاوخوا زرو ماشومانو له یو کال څخه کم عمرونه لرل او نږدې نیمايي یې د جګړې پر مهال زېږېدلي او بیا وژل شوي دي.
په منځني ختیځ کې د ماشومانو د ژغورنې د سازمان سیمه‌ییز مشر احمد الهنداوي وایي: «دا شمېرې د شرم وړ دي. تر ټولو بده دا چې موږ مخکې پوهېدو چې دا به پېښ شي: پر کورونو، لوبغالو، ښوونځیو او د ماشومانو پر روغتونونو منظم بریدونه او د لوږې قصدي رامنځته کول.»
نوموړي زیاته کړه: «نړۍ د دې وژنو د درولو لپاره هېڅ اقدام نه کوي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د غزې د روغتیا وزارت هم تایید کړې چې د شنبې له سهاره تر اوسه د اسراییل د بریدونو له امله لږ تر لږه ۶۰ تنه وژل شوي دي او د اسراییل د بریدونو له پیل راهیسې د قربانیانو ټول شمېر ۶۴ زره او ۳۶۸ تنه ښودل شوی دی.
د اسراییل پوځ د شنبې په ورځ د غزې ښار فلسطیني اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی، چې باید ژر تر ژره خپل پناه‌ځایونه پرېږدي. پوځ وايي، خپل پوځي عملیات به د غزې تر ټولو ستر ښاري سیمې ژورو ته وغځوي.

نور خبرونه

رادیو