د امریکا د جګړې وزیر: د جګړې وزارت د سولې لپاره د ځواک پر اصل ټینګار کوي

AP ۱۴۰۴ وږی ۱۵

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه اجرایوي فرمان سره د دفاع وزارت نوم، د «جګړې وزارت» ته واړاوه، د دغه وزارت وزیر پیټ هیګسټ ویلي، د دې وزارت شعار د پوځ د یوې پخوانۍ قطعې له وینا څخه اخیستل شوی «هغه څوک چې د سولې هیله لري، باید د جګړې لپاره چمتو وي.»

هیګسټ د شنبې په ورځ (د وږي ۱۵مه) پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي، «د جګړې وزارت به هره ورځ او په هره لاره چمتو وي، څو زموږ وګړي په سوله کې ژوند وکړي.»

ټرمپ د امریکا دفاع وزارت نوم «جګړې وزارت» ته بدل کړ | افغانستان انټرنشنل پښتو

د جګړې وزیر په خپلو څرګندونو کې د « ځواک له لارې سوله» اصل یو ځل بیا یادونه کړې او ټینګار یې کړی، چې د پوځي ځواک او چمتووالي له لارې به د هېواد د سولې او امنیت ضمانت وشي.

د امریکا د ولسمشر له لوري د دفاع وزارت نوم چې د جګړې وزارت په نوم بدل شو، نو ورسره سمدستي د دغه وزارت ټولې لوحې، لوګو او ان د وزیر د دروازې تر شا لیکل شوي دفاع وزارت هم پر جګړې وزارت واړول شو.

نور خبرونه

رادیو