د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، که پاکستان د افغانستان په هر ولایت کې ځانله پېښ کوم ګواښ ویني؛ نو له دوی سره دې استخبارتي مالومات شریک کړي او بیا به یې د حل لپاره اقدامات وکړي. هغه د خېبر نیوز په نوم ټلوېزیوني شبکې ته زیاته کړې چې مسایل په ګډو همکاریو حل کېږي.
د هغه په وینا، دوی د خپلو مالوماتو له مخې په خپلو ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پاکستان ته ټول پېښ ګواښونه لهمنځه وړي او که پاکستان د ځینو تهدیدونو په اړه مالومات ولري باید استخبارتي مالومات ورسره شریک کړي.
مجاهد وویل: «که چېرې ځنې ساحې او پېښې زموږ علم کې نه وي، تاسې مالومات شریک کړئ، مثلا پکتیکا کې کونړ کې او نورو مالوماتو کې نو مونږ به یې مخه ونیسو. دا ټول خو په استخباراتي مالوماتو کېږي.»
د طالبانو د ویاند په خبره، هېڅکله له پاکستان سره جګړې ته لېوالتیا نه لري او باید بدبینۍ ختمه شي. د ذبیح الله مجاهد په خبره: «دلته مسلمان او ورونه ملتونه پراته دي. د جنګ مخنېوي لپاره هڅه کوو خو دواړه همکاري غواړي، بدبیني، اخطارونه او تورونه لګول، تهدید دا مسالې نه حل کوي. مسالې په ورورۍ، اعتماد او ناستې پاستې حل کېږي.»
مجاهد همدا راز دا هم ومنله چې د بلوچستان ایالت په کویټې سیمه کې څه موده وړاندې د دوی په توغندیزو بریدونو کې ملکي وګړي وژل شوي وو او د دوی مشر ملا هبت الله په امر یې عاملینو ته ځانګړې محکمه جوړه شوه. هغه دا هم تایید کړه چې دغو کورنیو ته د دوی د مشر په امر محکمې «دیت» هم ورکړی دی.

